د جرمني خبري اژانس وايي، د هایکو ماس دا سفر د افغانستان د سولې له پروسې د ملاتړ د هڅو برخه ده. تمه کېږي چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر به سبا پاکستان ته ولاړ شي. هایکو ماس ویلي، افغانستان او پاکستان ته په دې سفر سره غواړي، یو روښانه پیغام ورسوي او هغه دا چې جرمني د افغانستان د دویم لوی مرسته کوونکي او داسې هېواد په توګه چې دلته ډېر سرتېري لري، خپل مسوولیت په هره برخه کې په سمه توګه سر ته رسوي. د هایکو ماس الوتکه پرون په مزارشریف کې په مارمل پوځي کمپ کې ښکته شوې ده. جرمني په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د یوې برخې په توګه یو زر او درې سوه سرتېري لري.



































