د سولې عالي شورا وایي، د افغان حکومت له دخالت پرته د روانې اوږدې لانجې سیاسي حل ناممکن دی. د سولې شورا ټینګار کوي چې د سولې په هر ډول مذاکراتو کې باید افغان حکومت دخیل وي. د دې شورا یو د اجراییوي شورا مخکښ غړی او سلاکار عبدالحکیم مجاهد وایي، که په دې خبرو او پرېکړو کې حکومت څنډې ته پاتې شي د دایمي سولې او ثبات ټینګښت به ناشونی وي. سولې شورا دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د امریکایي او طالب پلاوي ترمنځ له تېرو څو ورځو راهیسي د قطر په پلازمینه دوحه کې د سولې خبرې روانې دي. طالبانو په وار وار ټینګار کړی دی، څو پورې چې یې له امریکا سره له افغانستانه د هغوی د ځواکونو په اړه خبرې یو طرفه کړې نه وي له افغان حکومت سره خبرو ته نه کېني.



































