د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وایي، افغانان باید خپلو کې خبرو ته سره کېني څو په دې هېواد کې روانې اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدي. هغه زیاته کړې، دوی د سولې له روان بهیره ملاتړ کوي او زیاتوي چې که چېرته اړتیا پېښه شي چمتو دي د بن دویم کنفرانس هم ترسره کړي. هغه وویل افغانانو تل په دې ټینګار کړی دی چې دوی شاتګ نه کوي، د ماس په خبره امریکا ددې مسالې اهمیت درک کوي او دی ډاډه دی چې هغوی به د دوحې په خبرو کې داسې پرېکړه ونه کړي چې د افغانانو شاتګ ته زمینه برابره کړي. د نوموړي دا سفر د افغانستان د سولې له پروسې د ملاتړ د هڅو برخه ده. تمه ده چې نوموړی به سبا پاکستان ته لاړ شي. هایکو ماس افغانستان ته له رسېدو سره سم رسنیو ته ویلي، افغانستان او پاکستان ته په دې سفر سره غواړي، یو روښانه پیغام ورسوي او هغه دا چې جرمني د افغانستان د دویم لوی مرسته کوونکي او داسې هېواد په توګه چې دلته ډېر سرتېري لري، خپل مسوولیت په هره برخه کې په سمه توګه سر ته رسوي.



































