المان ژمنه کړې چې په کلني ډول به له افغانستان سره ۴۳۰ میلیونه امریکایي ډالر مرسته کوي. دا څرګندونې نن د هېواد د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په کابل کې د المان د بهرنیو چارو له وزیر هایکو ماس سره یوې خبرې ناستې ته په خبرو کې کړې دي. نوموړي وویل، افغان سوله د سیمې د سولې او ثبات په مانا ده او ټول ښکېل هېوادونه باید په دې برخه کې مرسته وکړي. هغه وویل المان د اروپایي ټولنې د یو پیاوړي غړي په توګه کولی شي د افغانستان په ثبات او بیا رغوونه کې مهم رول ولوبوي. نوموړي دغه راز وویل، المان له افغانستان سره په هره برخه کې د پام وړ مرسته کړې ده او دوی هیله لري چې هغوی به د افغانستان د یو متحد په توګه خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. په ورته وخت کې د المان د بهرنیو چارو وزیر هم په افغانستان کې د سولې له خبرو ملاتړ کړی دی او زیاته کړې یې ده چې دوی چمتو دي ورترغاړې مسولیت په سمه توګه ادا کړي.