چهارشنبه, مارچ 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

د امریکا ـ طالبانو په پنځمه ناسته کې د بحث مهم ټکي

لیکنه: د ستراتېژيکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز

مارچ 12, 2019
in تحلیل, لیکنې
0 0

د طالبانو او امریکایي پلاوي ترمنځ د افغان سولې په تړاو د مخامخ خبرو اترو پنځم پړاو، دوې اونۍ وړاندې (د۱۳۹۷هـ ش کال د حوت په ۶مه) د دواړو لورو ترمنځ په دوحه کې پیل شو. که څه هم د خبرو په دغه پړاو کې د حوت په ۹مه او ۱۰مه وقفه هم راغله؛ خو له دغې دوې ورځنۍ وقفې وروسته، د حوت په ۱۱مه بېرته خبرې پیل شوې او لا هم روانې دي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو د روان پړاو په اړه که څه هم ډېر جزیات څرګند نه دي؛ خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند رابرټ پالادینو د روانو خبرو په اړه ویلي وو، چې په قطر کې د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته، له ترهګرۍ سره د مبارزې د هوکړې پر څرنګوالي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، له افغان حکومت سره د طالبانو پر مخامخ خبرو او اوربند باندې خبرې روانې دي. دغه راز په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر هم رسنیو ته ویلي، چې خبرې مثبت لوري ته روانې دي.

په دوحه کې د امریکا او طالبانو پنځمې ناستې تر پخوانیو هغو ډېر وخت ونیو او داسې ښکاري، چې د دواړو لورو ترمنځ په مختلفو موضوعاتو ژور بحثونه روان دي. دا چې په روانو بحثونو کې د اختلاف مهم ټکي کوم دي او په اړه یې د دواړو لورو دریځونه څه دي؟ دلته یې په اړه بحث شوی دی.

د بهرنیوځواکونو حضور

طالبان له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې د خپلې وسله والې مبارزې یوازینی لامل په افغانستان د بهرنیو ځواکونوحضور ګڼي او په روانو خبرو کې هم تر ټولو مهمه او د بحث محوري موضوع له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل بلل کېږي، چې په اړه یې لا هم وروستۍ پرېکړه ناڅرګنده ده او داسې ښکاري چې دواړه لوري هڅه کوي، څو پر یو بل خپل شرطونه ومني.

ټرمپ د امریکا کانګرېس ته په خپله کلنۍ وینا کې له افغانستانه د امریکایي سرتېرو پر ایستلو ټینګار وکړ؛ خو بل پلو له افغانستانه د امریکايي سرتېرو له ایستلو سره د امریکا د سنا مخالفت، یا هم د امریکایي چارواکو له لوري دا څرګندونې، چې «که له افغانستانه ځواکونه باسو، نو پر استخباراتي چارو به تمرکز زیاتوو»، له افغانستانه د امریکایي عسکرو د ایستلو په اړه د امریکایي چارواکو ضد او نقیضو څرګندونو دا موضوع پېچلې کړې ده.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د مخامخ خبرو په لړ کې طالبانو هم تل ټینګار کړی، چې غواړي له هرڅه وړاندې له امریکا سره په افغانستان کې د بهرنیو ځواکو د نظامي حضور د پای ته رسولو په اړه یوې هوکړې ته ورسېږي. په دې اړه که څه هم دقیق جزیات نه دي ورکړل شوي؛ خو د رسنیو په حواله، د قطر په روانو خبرو کې یوه مهمه موضوع له افغانستان د امریکایي عسکرو د وتلو مهالوېش دی، چې دواړه لوري نه پرې جوړېږي. داسې ویل کېږي چې امریکا د وتلو لپاره له دریو تر پنځو کلونو پورې وخت غواړي؛ خو طالبان له یوه کال څخه په کمه موده کې د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي.

د دې ترڅنګ، دا چې امريکا نه غواړي خپل ټول ځواکونه په بشپړ ډول له افغانستانه وباسي او په دې تړاو هڅه کوي چې د استخباراتي چارو لپاره يې يوشمېر سرتېري په افغانستان کې پاتې شي، له کبله يې د بهرنيو ځواکونو د وتلو موضوع پېچلې شوې ده. طالبان بیا وايي چې بهرني ځواکونه د په بشپړ ډول ووځي او امريکايي لوری بیا هڅه کوي، چې د عراق په څېر دلته هم په یو نوم خپل يوشمېر سرتېري وساتي.

له ترهګرۍ سره مبارزه

د سولې له هوکړې وروسته له “ترهګرۍ” سره مبارزه او دا چې په راتلونکي کې به د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي، هغه موضوع ده چې امریکا یې په روانو خبرو کې له طالبانو سره د سولې او په افغانستان کې د خپل نظامي حضور د پای ته رسولو په موخه د شرط په توګه وړاندې کوي. په دې برخه کې طالبان اړ دي، چې امریکا او نړیوالو ته داسې قانع کوونکي ضمانتونه ورکړي، چې امریکا او نړیوال بیا د همدغو ضمانتونو په نظر کې نیولو سره خپل خلک قانع کړي او د خپلو عسکرو ایستل پیل کړي؛ خو پوښتنه دا ده چې طالبان به  څنګه امریکا ته له “ترهګرۍ” سره د مبارزې ضمانت ورکوي. په داسې حال کې چې داعش له تېرو څلورو کلونو راهیسې د وخت په تېرېدو سره په افغانستان کې خپل فعالیت پراخوي او په سیمه کې مختلفې وسله والې ډلې فعالې دي. له بل پلوه، د دواړو لورو ترمنځ د “ترهګرۍ” د تعريف په اړه شته اختلاف دا خبرې لا پېچلې کړې دي.

اوربند

د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په روان بهیر کې د بحث بله مهمه موضوع د اوربند ده. که څه هم طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا رد کړې، چې ګواکې د قطر په روانو خبرو کې د اوربند او له افغان حکومت سره د خبرو په اړه یې له امریکایي لوري سره بحثونه کړي؛ خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له طالبانو سره په روانو خبرو کې اوربند او له افغان حکومت سره خبرې هم د بحث موضوعات دي.

انگېرنې دا دي چې طالبان نه غواړي له امریکا سره د بهرنیو ځواکونو د حضور په اړه تر یوه نهایي توافق وړاندې اوربند وکړي. که طالبانو تېر کال د کوچني اختر په ورځو کې درې ورځې اوربند وکړ؛ خو په دغه اوربند کې ښارونو ته د دوی د جنګیالیو راتګ او له خلکو او دولتي چارواکو او نظامیانو سره د دوی وخت تېرول، د دې لامل شول چې په طالب جنګیالیو کې د جګړې روحیه را کمه شي.

پر وتلو سربېره، که چېرې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته د اوربند په اړه خبرې کېږي، نو دا چې اوربند به کله کېږي؟ ایا د  وسلوالو بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به اوربند اعلانېږي او که د وتلو په جریان کې به اعلانېږي؟ اوربند به یوازې له بهرنیو ځواکونو سره وي او که له افغان امنیتي ځواکونو سره به هم وي؟ اوربند به د څومره وخت لپاره وي؟ دا  هغه پوښتنې دي، چې د اوربند په اړه مطرح کېږي او توافق ته رسېدل یې زیات وخت او بحث ته اړتیا لري.

بین الافغاني خبرې اترې

له افغان حکومت سره د طالبانو خبرې اترې، هم امریکا او هم نړیوالو ځواکونو ته یو مهم اړخ دی. په اوسمهال کې افغان حکومت او طالبان د یو بل خلاف دريځونه لري. طالبان نه غواړي له افغان حکومت سره خبرې وکړي او افغان حکومت له خپل حاکمیت پرته، د سولې هر راز خبرې نه مني. په داسې یوه وضعیت کې که چېرې افغان حکومت منزوي کېږي او له طالبانو سره د افغان حکومت په نه موجودیت کې د سولې کوم توافق لاسلیک کېږي، دغه هوکړه به په لويه کچه ونه منل شي.

طالبان د اساسي قانون د تعدیل او په سولیز ډول د نظام په چوکاټ کې د اصلاحاتو خبرې کوي؛ خو بل پلو ته افغان حکومت نه غواړي چې د طالبانو په راتګ سره دې د افغانستان نظام طالب محوره وي. دا هغه لانجې دي چې د حللارې موندل به یې زیات بحثونه او وخت وغواړي؛ خو د دې بُن‌بست لپاره غوره دا ده چې د سولې یو ټول شموله او ملي بورډ جوړ شي او يوازې له حکومت پرته له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي.

له بلې خوا د افغانستان جګړه یوازې دوه اړخه (امریکا او طالبان) نه لري، بلکې یو درېیم او مهم اړخ يې د افغانستان ملت دی. که د ملت په استازیتوب یوشمیر اغېزناک شخصیتونه په دغو خبرو اترو کې ګډون وکړي او طالبان ورسره په خبرو کې هغه اندېښنې رفعه کړي، چې له ډېرو خلکو سره شته دي؛ دا هغه څه دي چې یو ځای کول يي د يوه موحد افغانستان په رامنځ ته کولو کې مرسته کوي. که نه نو طالبان باید هڅه وکړي چې د افغانستان د استقلالیت داعیه د  ټول ملت داعيه کړي او په دې توګه پر امریکا فشار واردول ممکن شي.

په ورته وخت کې ملت بیا داسې يوې تجربې ته، چې مخکې یې ناکامي ثابته شوې، له بیا ور ستنېدو اندېښنه لري او هغه یو طرفه او له یوې ډلې جوړ شوی نظام او حکومت دی. همدا راز  ډېر خلک له هغه اقتصادي وضعیت څخه هم اندېښمن دي، چې په هغو وختونو کې پر افغانستان باندې حاکم و. دا اندېښنې هغه وخت رفعه کېدلی شي، چې ملت په ډاډ سره د دې ضمانت ترلاسه کړي، چی د طالبانو په شمول یوه ډله هم د هغه حالت د تکرار اراده نه لري او  هېڅوک په زور او د ټوپک په مرسته واک ته د رسېدو او په واک کې د پاتې کېدو اراده نه لري.

د روانو خبرو اترو راتلونکی

په نړیواله کچه د سولې ترسره شوو تړونونو ته په کتو سره داسې ښکاري، چې د سولې خبرې اترې په  ټولیز ډول ډېر وخت او زغم غواړي. د بېلګې په توګه، په کولمبیا کې د حکومت او فارک ډلې ترمنځ د خبرو اترو بهیر د ۲۰۱۲ ز کال په سپټمبر کې پیل شو؛ خو څلور کاله یې وخت ونیو او د سولې تړون د ۲۰۱۶ ز کال په اګسټ کې لاسلیک شو. دغه راز په افغانستان کې دننه د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې خبرې اترې ان په ۲۰۱۰ ز کال کې پیل شوې وې؛ خو تړون یې د ملي یووالي حکومت پر مهال په ۲۰۱۷ ز کال کې وشو، په داسې حال کې چې حزب اسلامي د طالبانو په پرتله د سولې په تړاو خورا نرم دريځ درلود.

د سولې په تړوا د امریکا او طالبانو د مخامخ خبرو اترو له پیله، یوازې څه باندې پنځه میاشتې تېرېږي، د سولې په تړاو په نړۍ کې د شوو تړونونو او په افغانستان کې له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې که روانې جګړې ته وکتل شي، نو سخته ده چې په دومره لنډه موده کې دې د یوې پېچلې جګړې د پای ته رسولو په موخه د سولې توافق وشي.

له بله اړخه په روانو خبرو کې طالبانو د انتظار سیاست خپل کړی او انګېرنې دا دي چې طالبان اوسمهال په داسې یوه حالت کې دي، چې د  ځان لپاره په انتظار کې تاوان نه ویني، بلکې په بې صبرۍ کې تاوان ویني. طالبان پوهېږي چې امریکا له افغانستانه د وتلو نیت لري او همداسې که ټرمپ هم د خپل هېواد له ځواکونو وړاندې د خپلې بریا په خاطر د افغانستان په اړه خپل تصمیم ونیسي؛ په دې توګه نو طالبان ډاډه دي چې امریکا د وتلو تصمیم نیسي، ځکه خو د خبرو اترو په ځڼدولو کې ډېره ګټه د ځان ویني.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو په ځنډ کې یو بل لامل دا هم کېدای شي، چې دواړه لوري د خپل ځان لپاره د ډېرو ګټو خوندي کولو په پار بحثونه کوي. له دې ټولو سره سره بیا هم بحثونه دومره پېچلي دي، چې ډېر وخت ته اړتیا لري او دا به ناسمه وي چې ووایو د افغان سولې په اړه به دواړه لوري د  ټولو موضوعاتو په اړه په لنډه موده کې یوه توافق ته ورسېږي.

Share178Tweet44Share18

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

مارچ 11, 2026

نن د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې ۴مه کلنۍ غونډه پای ته رسيږي

مارچ 11, 2026

سبا به د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس ۴مه کلنۍ غونډه پای ته ورسیږي

مارچ 11, 2026

د منځني ختيځ لپاره د چين ځانګړي استازي د عربي متحده امارات له مرستيال صدراعظم او خارجه وزير سره ولیدل

مارچ 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In