شنبه, اگست 1, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    امریکا او نورو هېوادونو ته د هرات د کاني ډبرو صادرات ډیر شوي

    ټرمپ د ایران جګړه د افغانستان جګړې سره پرتله کړه

    په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

    افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ کچه پنځه میلیارده ډالرو ته لوړوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    امریکا او نورو هېوادونو ته د هرات د کاني ډبرو صادرات ډیر شوي

    ټرمپ د ایران جګړه د افغانستان جګړې سره پرتله کړه

    په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

    افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ کچه پنځه میلیارده ډالرو ته لوړوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د ټاکنو مبهم برخلیک؛ د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي وايي د وروستیو پایلو اعلان وخت ته اړتیا لري

مارچ 12, 2019
in افغانستان
0 0

د تېرو پارلماني ټاکنو پایلې لا هم له مبهم برخلیک سره مخ دي. په هېواد کې نږدې پنځه میاشتې وړاندې پارلماني ټاکنې شوې دي، خو لا هم د دغو ټاکنو پایلې نه دي اعلان شوې او د ولسي جرګې راتلونکې له ډېرو پوښتنو سره مخ ده. د ولسي جرګې د ټاکنو ځینې نوماندان هم وایي، په داسې حال کې چې د پارلماني ټاکنو له ترسره کېدو نږدې پنځه میاشتې تېرېږي، خو ټاکنیز کمېسیونونه تر اوسه نه دي توانېدلي، چې د ټولو ولایتونو نهايي پایلې اعلان او د نوي پارلمان پرانیستې ته زمینه برابره کړي.

بلخوا د انتخاباتي کمېسیونونو نوي کمېشنران او د دارالانشا ریاست مسوولان وایي، له کابل پرته د پاتې ۱۴ ولایتونو په تړاو به شویو شکایتونو ته تر لسو او پنځلسو ورځو پورې کتنه وشي او تر هغه وروسته به یې نهايي نتایج اعلان شي. د دوی په خبره، د کابل پایلې ځکه په یاده موده کې نه شي اعلانولی، چې د شکایتونو ارزونه یې ډېر وخت غواړي.

د ټاکنیزو شکایتونو د دارالانشا رییس چمن شا اعتمادي وايي، دوی د ولایتونو ټولې دوسیې او مسایل په لسو پنځلسو ورځو کې حل فصل کولی شي. نوموړی وايي: ((له کابل پرته ښایي د نورو ولایتونو د ټاکنیزو شکایتونو مسئله تر لسو یا پنځلسو ورځو حل فصل شي، خو د کابل بیا ډېر وخت غواړي. د کابل ټاکنې تر ټولو جنجالي وې. موږ ډېر وخت ته اړتیا لرو)).

له دې سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولان د پاتې ولایتونو د نهايي پایلو د نه اعلانېدو علت بیا د رهبرۍ تغیر بولي او وایي چې لا هم د کمېسیون نوې رهبري پر اداري کارونو بوخت ده. د دوی په خبره، تر هغه چې د دوی اداري مسایل یوې خوا ته کېږي او د ټاکنو پر وروستیو پایلو او ټاکنیزو شکایتونو بحث کوي، وخت ته اړتیا لري.

د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمن ننګ وایي: ((تر دې دمه د ټاکنیزو شکایتونو او ټاکنو کمېسیون رهبري خپل اداري کارونه نه دي بشپړ کړي. دومره وخت نه کېږي، دوی به ډېر ژر د ټاکنو پر پایلو او نهایي لېست باندې کار پیل کړي)).

خو شنونکي د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دغه اقدام  د بل ځل لپاره د انتخاباتي قانون نقض بولي او وایي، د ټولو ولایتونو پایلې دې په یوه وخت اعلان شي. د شنونکو په باور، د پایلو په اعلان کې ځنډ قانوني ستونزې جوړوي او په حکومت کې خلا رامنځ ته کوي. شنونکي وايي، اوس باید نوی پارلمان افتتاح شوی وای، خو د نوي پارلمان برخلیک لا هم مبهم دی.

د محمد رحیم رحیمي په خبره، د ټاکنو د وروستیو پایلو په اعلان کې ځنډ قانوني ستونزې پېښولی شي. نوموړی وايي: ((دلته د راتلونکي کال د بودیجې خبره ده، د خلکو د حقوقو خبره ده او د قانون د مراعات کولو خبره ده. ټاکنیز کمېسیونونه باید دې مسایلو ته متوجه وي او پایلې دې پر خپل وخت اعلان کړي)).

د سیاسي مسایلو شنونکی محمد رحیم رحیمي همدا راز د کابل د ټاکنو د پایلو په اعلان کې ځنډ راوستل هم د پوښتنې وړ بولي. د ده په خبره، د کابل پایلې دې هم له نورو ولایتونو سره په یوه وخت اعلان شي او دلته دې بیا ځلې فساد ته زمینه نه برابرېږي.

ټاکنیز کمېسیونونه داسې مهال دغه خبره کوي، چې څو ورځې وړاندې د اوسني پارلمان برحاله غړو د ټاکنو د بیا ځلې ترسره کېدو غوښتنه وکړه. د دوی په خبره، د ولسمشر د پرېکړې له مخې د ټاکنیزو کمېسیونونو پخواني چارواکي د فساد او له صلاحیتونو د ناسمې استفادې په تور له دندو ګوښه کړل شوي دي، نو له همدې امله دغه ټاکنې د نه منلو دي او باید له سره وشي.

Tags: featured
Share17Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

امریکا او نورو هېوادونو ته د هرات د کاني ډبرو صادرات ډیر شوي

اگست 1, 2026

ټرمپ د ایران جګړه د افغانستان جګړې سره پرتله کړه

اگست 1, 2026

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

اگست 1, 2026

افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ کچه پنځه میلیارده ډالرو ته لوړوي

اگست 1, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In