د هرات او نوي ډیلي ترمنځ هوايي دهلیز پرانیستل شو او په لومړي ځل له دې لارې صادرات پيل شول. د هرات والي د دغه دهلیز پرانیستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د لا پراختیا لپاره یو مهم ګام وباله. هغه وویل مخکې افغانستان پر یو هېواد متکی و اوس د هغه په خبره ډېرې هوايي او ځمکنۍ لارې لري. د هرات-نوي ډیلي د هوايي دهلیز له لارې د افغانستان په لومړیو صادراتو کې ۲۰۰ کیلو ګرام زعفران او ۱۲۰۰ کیلو ګرامه وچه میوه شامل وو. د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت مرستیال اجمل حمید عبدالرحیمزی وایي چې د هرات-ډیلي د دهلیز پرانیستل د افغان حکومت له مهمو اقتصادي پلانونو دي چې افغانستان د سیمې له هېوادونو سره ونښلوي. د هرات د سوداګرۍ د خونو مشر سعد خطیبي وایي چې د دغه دهلیز له لارې هند ته د افغانستان د زعفرانو او وچې میوې تر څنګ نور توکي هم استول کېدی شي.