بي بي سي وايي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ په پوره جدیت خبرې روانې دي او په دې خبرو کې قطري چارواکي هم وخت ناوخت ګډون کوي. په راپور کې راځي چې تېره ورځ ناوخته هم د قطر د بهرنیو چارو وزیر له طالب استازو سره لیدلي او اوږدې خبرې یې کړې دي. یو شمېر مرکچیانو بي بي سي ته ویلي چې خبرې سمې پر مخ روانې دي خو دواړه لوري لا هم خپلې سرې کرښې لري. د سرچینې په خبره دواړه لوري لا هم پر سرو کرښو بحث کوي، ژورې خبرې روانې دي خو پایلو ته هیله مندي شته ده. مرکچیانو ویلي، پر ډېرو مواردو ان د هوکړې پر ادبیاتو هم ژور بحثونه روان دي او دواړه لوري د مسایلو حل ته بېړه نه لري. ددوی په وینا خبرې په حوصله مندۍ او پوره دقت مخ ته روانې دي، څو وکړی شي په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات لپاره دا لومړنۍ خښته په سمه توګه کېښودل شي.




































