په ناټو کې د امریکا استازې کای بيلي هاتسون وايي، په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت له عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر سره یې کتلي دي. د نوموړې په خبره په دې لیدنه کې په افغانستان کې د متحدینو په مرسته د ترسره شوو پرمختګونو او وروستیو لاس ته راوړنو په اړه بحثونه شوي دي. کای بیلي وايي، ناټو په افغانستان کې د خپل ماموریت ملاتړ ته ژمنه ده او د ترهګرۍ تر ختمولو پورې به د افغانستان تر څنګ ولاړ وي. د نوموړې په وینا هغه په بروکسل کې وخت ناوخت د ناټو له غړو سره پر افغان مسئلې بحثونه کوي او ټول په افغانستان کې د سولې او امنیت د راوستو ملاتړي دي. نوموړې ویلي له افغان حکومت او افغانانو به د ناټو ملاتړ دوامداره وي.




































