د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي تدامیچي یاماموتو د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ پر مخامخ خبرو ټینګار کړی دی. ياماموتو دغه څرګندونې تېره شپه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په هغې ځانګړې غونډه کې کړې چې د افغانستان په اړه جوړه شوې وه. ياماموتو د سولې د روانو هڅو، راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو، بشري حقونو، د ښځو د پياوړتيا او د بشري وضعیت په اړه د مهمو پرمختياوو په هکله خبرې کړې دي. نوموړي د ډېری افغانانو له کړاوه ډک ژوند او د جګړې له امله د تلفاتو په هکله چې پر ملکيانو يې بدې اغېزې لا هم دوام لري، د امنيت شورا غونډې ته معلومات ورکړي دي. د يوناما مشر يو ځل بيا د سولې په هر پړاو کې د بين الافغاني خبرو پر ارزښت ټينګار وکړ او غوښتنه يې وکړه چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې مخامخ خبرې بايد ژر پيل شي.




































