د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د هوایي برید له امله ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي دي. د سیمې اوسېدونکو ویلي چې دا برید نن سهار شاوخوا اته بجې د لیوانو کلي کې د ملکيانو پر ټونس موټر شوی دی او پکې سپاره ۱۳ کسان ټول ځای پر ځای وژل شوي دي. د سیمې د اوسېدونکو په خبره دا برید دوو چورلکو پر هغه موټر کړی دی چې د اخوندخیلو په نامه کلي نه غزني ښار ته پر لاره وه. عیني شاهدان وایي چې وژل شوي کسان د بیلابیلو کلیو اوسېدونکي دي. د دوی په خبره په موټر کې سپاره کسان ټول غریبکاران وو چې په ښار کې یې بیلابیل کارونه لرل. تر اوسه امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده چې نن او پرون په میدان وردګو او لغمان ولایتونو کې د هوایي بریدونو په غبرګون کې لاریونونه شوي دي. لاریونوال حکومت د ملکیانو ژوند ته په نه پاملرنه تورونوي او د هوایي بریدونو د ژر تر ژره بندیدو غوښتنه کوي.



































