کابل کې د جلغوزیو د پروسس یوه ستره معیاري فابریکه پرانیستل کېږي. په دې فابریکه کې به په نړیوالو معیارونو د جلغوزیو پروسس کېږي. دا فابریکه چې د ۴ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د یوه افغان سوداګر په پانګه اچوونې جوړه او ماشینونه یې له اروپا نه راوړل شوي دي ډېر ژر به په کابل کې خپل فعالیت پیل کړي. افغانستان په یوه کال کې د ۳۵ زرو ټنو نه تر ۴۰ زرو ټنو پورې د جلغوزیو د تولید وړتیا لري. دغه فابریکه په اته ساعتونو کې ۱۲ ټنه د جلغوزیو مغز، او په یاد وخت کې ۶۰ ټنه پوستکي لرونکي جلغوزي پروسس او بسته بندي کولی شي. د یادې فابریکې مسوول شېر علي ځدراڼ وايي، د دوی پروسس شوي جلغوزي به په معیاري ډول صادرولو ته چمتو وي.