وسله وال طالبان او امریکا تر اوږدو مذاکراتو وروسته پر یوې مسودې پرون ناوخته هوکړې ته رسېدلي دي. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د سولې په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. دده په خبره له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل، د نورو پر وړاندې د افغان خاورې نه استعمال، بین الافغاني مذاکرات پيلول او د اوربند په اړه له طالبانو سره پر یوې مسودې هوکړې ته رسېدلي دي. دده په خبره تر مشورو وروسته به له طالبانو سره دغه مسوده لاسلیکېږي. خلیلزاد وايي ټول اړخونه په افغانستان کې له جګړې ستړي شوي دي، د سولې فرصت رامنځ ته شوی دی او په مذاکراتو کې مهم پرمختګونه شوي دي. بل پلو وسله والوطالبانو بیا ویلي، چې له امریکا سره خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی، خو یوازې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د چا پر ضد د افغان خاورې پر نه استعمال هوکړې ته نږدې شوي دي. خلیلزاد بیا وايي چې په مسوده کې د اوربند او بین الافغاني مذاکراتو په اړه هم خبرې شوې دي او په دې برخه کې به هوکړه رامنځ ته کېږي. خلیلزاد دمګړی امریکا ته تللی دی او له امریکايي حکومت سره تر مشورو وروسته به قطر ته ځي. ویل کېږي چې خلیلزاد غواړي د سولې هوکړې لاسلیک او اعلان ته په سیمه، امریکا او افغانستان کې ذهنیت جوړونه وکړي.




































