د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې افغان حکومت د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له هڅو هرکلی کوي. دده په خبره حکومت تل د سولې غوښتونکی دی خو هغه سوله د ټولو په ګټه بولي، چې د افغانانو او افغان حکومت عزت خوندي کړي. هارون چخانسوري ویلي هیله لري، چې خلیلزاد وکړی شي په افغانستان کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او د سولې دروازې پرانیزي. بلخوا ویل کېږي چې زلمی خلیلزاد به له امریکايي چارواکو سره ترکتنې وروسته کابل ته راشي او دلته به له افغان حکومت سره خبرې وکړي. خلیلزاد تر دې وړاندې هم له حکومت غوښتي وو، چې د مذاکراتو لپاره یو ملي، ټولمنلی او با صلاحیته پلاوی و ګوماري. خو ښايي حکومت تر دې دمه په دې کار نه دی بریالی شوی.



































