ښايي طالبان له راګرځېدو سره سم بېرته جګړې پیل کړي او واک ته د رسېدو کوښښ وکړي. د چک جمهوریت ولسمشر ميلوس زیمن ویلي، ښايي طالبان بېرته په افغانستان کې قوت پیدا کړي او سیمې ته ګواښ جوړ کړي. دده په خبره پړانګ تل پړانګ پاتې کېږي، نو ځکه ددې تمه نه شي کېدی چې د طالبانو په راتګ سره دې جګړې ختمې شي. هغه ویلي ښایي طالبان له ترهګرو ډلو سره اړیکه وساتي او په دې توګه د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره جګړو ته زور ورکړي او د سیمې په ګډون ان د اروپا امنیت ته خطر متوجه کړي. نوموړي داسې مهال دغه څرګندونې کړې، چې طالبانو له امریکا سره له ترهګرو ډلو د پرېکون ژمنه کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې همکاري کوي.



































