د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په غزني، ننګرهار او لغمان کې پر ملکي تلفاتو خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې او دغه کړنه یې په کلکو ټکو غندلې ده. د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، حامد کرزی په غزني، ننګرهار او لغمان کې پر ملکي تلفاتو خپله ژوره اندېښنه او خواخوږي څرګندوي او دغه ظالمانه کړنه په کلکو ټکو غندي. اعلامیه کاږي پخواني ولسمشر زیاته کړې، په داسې حال کې چې په هېواد کې د سرتاسري سولې د تامین لپاره کورنۍ او نړیوالې هڅې روانې دي د نظامي عملیاتو دوام غیر منطقي عمل دی او په جګړه کې له ښکېلو غاړو غوښتنه کوي چې د سولې لپاره له موجوده فرصتونو ګټه پورته کړي او له دې هڅو په کلکه ملاتړ وکړي. د یادونې ده چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د ګډو ځواکونو هوایي عملیاتو زور اخیستی چې له امله یې ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



































