په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د هوایي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو له امله د ملکي مرګ ژوبلې کچه په بې سارې توګه لوړه شوې ده، ولسمشر غني وایي ملکي مرګ ژوبله، نه ده او نه یې هم نورو همکارانو ته د منلو وړ ده او باید د مخنیوي لپاره یې اړین او جدي تدابیر ونیول شي. له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي دا څرګندونې نن په ارګ کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په موخه جوړې شوې فوق العاده جلسې ته په خبرو کې کړې دي. هغه زیاته کړې چې ملکي تلفات د جنګ جګړو هغه بدبختي ده چې افغانان یې له کلونو راپدېخوا پور ورکوي. ولسمشر غني یادې جلسې ته ویلي، په هغو عملیاتو کې چې د ملکي تلفاتو ویره وي باید له خپل هدفه تېر شي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هوایي او ځمکنیو عملیاتو له امله ملکي مرګ ژوبله ډېره شوي او د افغانانو توند غبرګونونه یې راپارولي دي.



































