ولسمشر غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن مازدیګر د اذربایجان مرکز باکو ته ولاړ. په پام کې ده چې باکو نړیواله مجمع کې د ګډون او وینا ترڅنګ جمهوررئیس غني ته نظامي ګنجوي بین المللي جایزه هم ورکړي.
همدارنګه به جمهوررئیس محمد اشرف غني د اذربایجان جمهوررئیس الهام علي اوف سره په کتنه کې د افغانستان او اذربایجان د اړیکو او همکاریو د لا پراختیا او د سیمې پر مسایلو هم بحث او خبرې وکړي.
د دغه سفر په جریان کې به د دواړو مشرانو په حضور کې د افغانستان او اذربایجان تر منځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې یوه موافقتنامه، د کلتور او اورګاډي پټلۍ په برخو کې تفاهم لیکونه لاسلیک شي.



































