د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په قطر کې د طالب او امریکایي پلاوي ترمنځ خبرو کې له شویو پرمختګونو هرکلی کړی دی. د نوموړي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، پخوانی ولسمشر د دوحې خبرو کې له شویو پرمختګونو د هرکلي ترڅنګ له ښکېلو لوریو غواړي چې له جګړو لاس پر سر او په هېواد کې د روانې اوږدې جګړې د ژر درېدو په موخه هر اړخیز اروبند وکړي. هغه دغه راز له افغان حکومت نه هم غوښتنه کړې چې د ښه نیت په موخه هغه زندانیان له بنده ازاد کړي چې د طالب په نامه په بندخونو کې شپې ورځې سبا کوي. اعلامیه کې وړاندې راغلي، حامد کرزی هیله لري چې دا خبرې به په هېواد کې د ملي حاکمیت لپاره یوه ښه پیلامه واوسي.



































