د بهرنیو چارو وزارت وایي چې سرپرست وزیر صلاح الدین رباني تېره ورځ پلازمینې جاکارتا ته رسېدلی دی. هغه به په دې سفر کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیر او همدا راز ددغه هېواد له ولسمشر سره لیدنه ولري. صلاح الدین رباني به له اندونیزیا وغواړي چې د افغانانو ترمنځ مذاکراتو کې همکاري وکړي او هڅه وکړي چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته وهڅوي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي وايي، چې اندونیزیا تر دې وړاندې هم د سولې په مذاکراتو کې پراخه همکاري کړې ده او ددې تمه ده چې په افغان سوله او بین الافغاني مذاکراتو کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.



































