سوداګرۍ خونه وایي، یو شمیر کړۍ هڅه کوي د افغانستان او ازبکستان سوداګریزي اړیکي خرابې کړي. سوداګرۍ خونه وایي ۱۶ ورځې کیږي حیرتان بندر کې د ازبکستان شاوخوا ۵۰۰کانتینره توکي درول شوي او وخت ناوخت ورته په یوه او بله بهانه ستونزې جوړوي .سوداګرۍ خونه له هغو هیوادونو د شویو ژمنو د عملي کیدو غوښتنه کوي چې سوداګریزي اړیکي ورسره لري .دغه خبرې د افغانستان او ازبکستان تر منځ د ځمکې له لارې د سوداګرۍ په پرانست غوڼده کې شوې دي .