ولسمشر ټرمپ له خپل استخباراتي او امنیتي ټیم سره د افغانستان په اړه غونډه کړې ده ،د راپورونو له مخې په دغه مهمه غونډه کې د امریکا مهمو امنیتي، استخباراتي او ديپلوماتیکو چارواکو برخه لرله او په افغانستان کې یې پر روان وضعیت بحثونه کړي دي. ویل کېږي چې له طالبانو سره سوله، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو راتلونکې او دلته روان وضعیت ددغه مهمې امنیتي جلسې د بحث موضوعات وو. د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پينس، ددفاع سرپرست وزیر او د ګڼو استخباراتي ادارو مشران په دغه غونډه کې حاضر و. یاده مهمه امنیتي غونډه داسې مهال جوړېږي، چې زلمی خلیلزاد امریکا ته تللی دی او ټاکل شوې له طالبانو سره د رامنځ ته شوې مسودې په اړه له امریکایي حکومت سره خبرې وکړي. تر اوسه دا نه ده په ډاګه شوې چې په دغه مهمه غونډه کې څه پرېکړې شوې دي او د زلمي خلیلزاد پر مسوده بحث شوی دی کنه.



































