عبدالله عبدالله وایي، د رښتینې سولې د راتګ په موخه د موقت حکومت منلو ته تیار دی. د ملي یووالي د حکومت اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، که موقت حکومت د رښتینې سولې سبب کېږي نو دی یې منلو ته تیار دی. دده په وینا د سولې په روانو هلو ځلو کې باید ټول برخه واخلي او هر هغه څه چې د رښتینې سولې د راتګ سبب کېږي دوی یې هرکلی کوي. هغه همدا راز ویلي چې د سولې لپاره له خپل اوسني موقف هم تېرېدلی شي، خو داسې سوله چې په هېواد کې د جګړو د پای ته رسېدو او سوکالۍ د راتلو سبب شي. ده ویلي هغه سوله ورته د منلو ده چې په یوه رښتیني پلان ولاړه وي او د راتلونکې تګلاره یې هم روښانه او واضح وي.



































