ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي افغان چارواکي باید په نړیوالو سیاسي مسایلو کې خپلو څرګندونو ته متوجه وي او مسوولانه خبرې وکړي. دده په خبره په دې سترګې نه شي پټېدلی، چې امریکا په نړیواله کچه د افغانستان متحد هېواد دی او افغان چارواکي باید دې مسئلې ته متوجه وي. دده په وینا امریکا د افغانستان د ستر متحد په توګه د سولې په برخه کې هڅه کوي او خپل معلومات له افغان حکومت سره شریکوي. عبدالله زیاته کړې، په ډېری مواردو کې غیر مسوولانه څرګندونې کولی شي افغانستان ته زیان ورسوي. د امریکايي ديپلومات زلمي خلیلزاد په اړه د حمد الله محب څرګندونې ددې سبب شوې، چې هغه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته وغوښتل شي. د امریکا مرستیال وزیر ویلي چې امریکا د سولې په برخه کې هڅه کوي او معلومات یې وخت پر وخت له افغان حکومت سره شریکوي.



































