د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر اندونیزیا ته په خپل سفر کې ددغه هېواد له مرستیال ولسمشر محمد یوسف کالا سره کتلي دي. په دې خبرو کې دواړو لورو د سولې پر پروسې او همدا راز تر سولې وروسته له حکومت سره د طالبانو د ادغام پر مسئله بحثونه کړي دي. یوسف کالا ویلي چې هېواد یې د افغانستان د سولې په مسئله کې همکاري کوي او په دې برخه کې هڅې د اهمیت وړ دي. صلاح الدین رباني په دې لیدنه کې له اندونیزیايي مرستیال ولسمشر غوښتي، چې په افغانستان کې پر کانونو پانګونه وکړي او په دې برخه افغان ظرفیتونه وروزي.



































