د اسیا پراختیايي بانک غواړي سږ کال افغانستان کې د بریښنا د تولید دوه مهمې پروژې پلې کړي. په کابل کې د اسیا پراختیايي بانک مسوولین وايي، سږ کال به کندهار کې د ارغنداب د اوبو څېړنیزه پروژه او د لمریزې برېښنا پروژه پلې کړي او لګښت به یې هم خپله دوی ورکړي. اسیا پراختیايي بانک افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام وايي، سږ کال یې کندهار کې د دهله بند او لمریزې برښنا د دویمې پروژې د عملي کېدو په چوکاټ کې د ارغنداب د اوبو څېړنیزه پروژه له مهمو کارونو دي. د دې بانک چارواکي وايي، اوس مهال د سالنګ د دویم تونل د تخنیکي څېړنې په موخه له افغان حکومت سره کار کوي. د اسیا پراختیايي بانک د شمېرو له مخې، اوس مهال د دې بانک په مالي مرسته په افغانستان کې نږدې دېرش بېلابېلې پروژې تر کار لاندې دي او مسوولان یې وايي، پر دې پروژو د دې بانک مېلیاردونه ډالر لګېږي.