ملګري ملتونه وایي د نشه یې توکو کښت او قاچاق په افغانستان کې د ثبات او امن پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ دی. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان د تېرو شپږو میاشتو د څېړنې په اړه په نیویارک کې ځانګړې غونډه جوړه کړې وه او د امنیتي وضعیت د څېړلو ترڅنګ یې د نشه یې توکو پر ستونزو هم بحث کړی دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي تدامیچي یاماموتو په دې غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې د نشه یې توکو کښت او قاچاق په افغانستان کې د امن او ثبات پر وړاندې جدي ټولنیزه ستونزه ده او که یې مخنیوی ونه شي بدې پایلې به ولري. هغه ویلي افغان ځوانان د اعتیاد له امله له جدي ګواښ سره مخ دي.



































