وروسته له هغه چې په هېواد کې د ګډو ځواکونو په هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې د ګڼو ملکي وګړو پر مرګ ژوبله افغانانو توند غبرګونونه څرګند کړل ولسمشر غني نن په ارګ کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په اړه جوړې شوې فوق العاده غونډې ته ویلي چې د دوی موخه سفر ته د ملکي تلفاتو رسول دي. له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي نن په ارګ کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په موخه جوړې شوې غونډې ته ویلي چې د دوی ټوله هڅه دا ده چې د ملکي تلفاتو کچه صفر ته راټیټه کړي او دا کار غوره طرحو ته اړتیا لري. سرچینه کاږي په دې جلسه کې امنیتي او دفاعي ارګانونو د ملکي تلفاتو د مخنيوي په موخه خپلې طرحې ولسمشر ته وړاندې کړې چې ولسمشر ورته د لا ښه والي لارښونه کړې ده. غني زیاته کړې، په دغه طرحه کې دې اوږدمهاله ارزونې په پام کې ونیول شي چې سمې تطبیق شي.



































