د سولې ولسي حرکت غړي پر افغان خاوره د پاکستاني ځواکونو د توغنديزو بريدونو غندنه کوي او وايي چې نور دې د دغو بريدونو مخه ونيول شي. دوی وايي، د پاکستاني ځواکونو د توغنديزو بريدونو له امله په تېر ساړه ژمي کې د ننګرهار او کونړ سلګونه کورنۍ بې ځايه شوې او اوس په سخت وضعيت کې ژوند کوي. د سولې ولسي حرکت غړو پرون د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ تورخم ښارګوټي ته ورغلي وو، هلته يې د پاکستاني ځواکونو د بريدونو په غبرګون غږ پورته کړ. د ننګرهار د شينوارو او مومندو قوم سلګونه ځوانانو او قومي مشرانو هم د دغه حرکت ملتيا کوله او د سولې غوښتنې په تړاو یې هم خپل پيغامونه له رسنيو سره شريک کړل. د سولې ولسي حرکت وياند بسم الله وطندوست وايي، د دغه سفر موخه يې په صفري نقطه کې د پاکستاني بريدونو د غندنې غږ پورته کول دي. د سيمې يوه قومي مشر له پاکستاني ولسه وغوښتل چې پر خپلو پوځيانو او چارواکو فشار راوړي او پر افغانانو د ړندو توغنديزو بريدونو مخه ونيسي.



































