د بادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ موریچاق سیمه کې تر ۵۰ ډیر سرحدي پولیس طالبانو ته تسلیم شوي دي. د بادغیس والي عبدالغفور ملکزی وايي، دغه پولیس له طالبانو سره د یوه جوړجاړي له مخي تسلیم شوي دي. هغه وايي، تر ۶۰ ډېر نور سرحدي سرتېري د طالبانو د فشار له امله ترکمنستان هیواد ته هم اوښتي چې د دغه هیواد د لوړپوړو چارواکو سره يې خبرې رواني دي څو یاد کسان بیرته افغان حکومت ته وسپاري. د بالامرغاب اوسیدونکي بیا ادعاکوي چې دغه کسان د طالبانو د فشار له امله اړ شوي چې هغوی ته تسلیم شي. د دوی په وینا ترشپیته ډیر پولیس ترکمنستان هیواد ته اوښتي دي. طالب ویاند قاري یوسف احمدي بیا رسنیو ته د یوشمیر انځورونو په لیږلو سره ادعا کړې چې موریچاق کې ورته ۴۲ سرحدي سرتېري تسلیم شوي دي.



































