یکشنبه, اگست 2, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    امریکا او نورو هېوادونو ته د هرات د کاني ډبرو صادرات ډیر شوي

    ټرمپ د ایران جګړه د افغانستان جګړې سره پرتله کړه

    په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

    افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ کچه پنځه میلیارده ډالرو ته لوړوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    امریکا او نورو هېوادونو ته د هرات د کاني ډبرو صادرات ډیر شوي

    ټرمپ د ایران جګړه د افغانستان جګړې سره پرتله کړه

    په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

    افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ کچه پنځه میلیارده ډالرو ته لوړوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د حکومت له مخالفت سره سره؛ په دوحه کې د امریکا او طالبانو د مذاکراتو شپږم پړاو خبرې پیلېږي

مارچ 18, 2019
in افغانستان
0 0

سره له دې چې دننه په حکومت کې افغان چارواکي د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ پټو خبرو مخالفت کوي، تازه معلومات ښيي چې د خبرو شپږم پړاو به هم په قطر کې ترسره شي. طالب وسله والو ته نږدې سرچینې وایي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو شپږم پړاو به د راتلونکې میلادي میاشتې (اپرېل) په اوږدو کې ترسره شي.

د وسله والو طالبانو او امریکا ترمنځ په تېرو شپاړس ورځنیو مذاکراتو کې د پرمختګونو خبره کېږي. وسله وال طالبان او امریکا دواړه وایي چې په دغو خبرو کې یې پرمختګونه کړي دي او مذاکرات یې ګټور وو. امریکا وايي، په دغو مذاکراتو کې پر څلورو مواردو، د یوې مسودې هوکړې ته رسېدلي دي، خو طالبان بیا وايي چې یوازې په دوو مواردو هوکړې رسېدلي او دغه موارد په مسوده کې ځای پر ځای شوي دي.

افغان حکومت بیا په ځلونو د امریکا او طالبانو ترمنځ مخامخ او د پردو تر څټ خبرې غندلې دي او ټینګار کوي چې باید په دغو مذاکراتو کې افغان حکومت هم ګډون وکړي. د افغان چارواکو په خبره، د پردو تر څټ روانې خبرې د هېچا په ګټه نه دي او رښتینې سوله یوازې د افغانانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو پر مټ راتللی شي. امریکا بیا دا ژمنې کوي، چې دوی د مخامخ خبرو لپاره زمینه برابروي او هڅه کوي، چې طالبان دې ته تیار کړي څو له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پيل کړي. وسله وال طالبان بیا وایي، چې له افغان حکومت سره نه، بلکې له امریکا سره د ستونزې حل غواړي.

تازه وسله والو طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، چې د خبرو شپږم پړاو به په اپرېل کې پیل شي او له امریکا سره به پر مهمو مسایلو خبرې وشي. د دغو مذاکراتو دقیقه نېټه نه ده معلومه، خو سرچینې وایي چې د اپرېل په لومړیو کې به پیلېږي. بل پلو ټاکل شوې چې افغان سیاسي څېرې، مدني فعالان او ځينې خبریالان هم په راتلونکې میاشت کې دوحې ته لاړ شي او د سولې په اړه له طالب استازو سره لیده کاته ولري.

طالب سرچینو هم دا تایید کړې ده، چې په دغه پړاو کې ښايي پر بین الافغاني مذاکراتو خبرې وشي. افغان سیاسي شنونکي او پخواني طالب چارواکي هم دې ته هیله مندي ښيي، چې په راتلونکو مذاکراتو کې به پر افغاني مذاکراتو خبرې کېږي او د دواړو لورو ترمنځ به د مخامخ مذاکراتو پر پیل بحثونه وشي. پخوانی طالب چارواکی ملا عبدالسلام ضعیف وایي، ډېره هیله مندي شته چې د بین الافغاني مذاکراتو پر پیل هم په همدغه پړاو کې یوه هوکړه رامنځ ته شي.

د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ د پنځم پړاو ۱۶ ورځنۍ خبرې اترې، چې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې تر سره شوې، امریکا او طالبان له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې د نه ‌کارولو په اړه د مسودې پر نهايي کېدو هوکړه کړې ده.

په ورته وخت کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تازه د ناټو له عمومي منشي سره په لیدنه کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبره هم کړې ده. ده ویلي، ټول په افغانستان کې سوله غواړي او همدا چې دغه هېواد ته سوله راشي، نو امریکا به د ناټو له نورو غړو هېوادونو سره په ګډه له افغانستان څخه وځي. هغه ویلي: ((موږ د ناټو په مرسته په ګډه په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه پیل کړه، ماموریت مو په ګډه مخ ته وړ، اوس چې د وتلو وخت راځي، نو له ناټو ځواکونو سره به امریکایي ځواکونه په ګډه له افغانستانه وځي)).

بل پلو راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ځینو نوماندان وایي، چې تر ټاکنو مخکې باید د افغانستان د سولې مسئله روښانه شي. د دوی په خبره، که داسې ونه شي، نو ښایي راتلونکې ټاکنې ګډې وډې شي او په دې توګه یو ځل بیا د ولس باور ته زیان ورسېږي.

Tags: featured
Share110Tweet24Share10

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

امریکا او نورو هېوادونو ته د هرات د کاني ډبرو صادرات ډیر شوي

اگست 1, 2026

ټرمپ د ایران جګړه د افغانستان جګړې سره پرتله کړه

اگست 1, 2026

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

اگست 1, 2026

افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ کچه پنځه میلیارده ډالرو ته لوړوي

اگست 1, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In