د بوټو د ساتنې او قرنطين تر ټولو لوی لابراتوار به ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي پرون ازادي راډيو ته ویلي، چې د دغو لابراتوارونو له ډلې يو هم د کابل په بادام باغ سیمه کې د بوټو د ساتنې او قرنطين لابراتوار دی.
نوموړي ویلي چې په دغه مرکز کې د نباتي ناروغیو او افتونو له ډلې، باکتريايي او ويروسي ناروغۍ پېژندل کېږي.
د کرنې وزارت ویاند ویلي، د دغه لابراتوار د کار په پيلېدو سره به، په هېواد کې د کروندګرو او سوداګرو لپاره د اسانتيا رامنځته کولو ترڅنګ، د نړيوال سوداګريز سازمان «WTO» ژمنو ته هم ښه ځواب وویل شي.
کروندګر او سوداګر د دغه لابراتوارونو له جوړېدو هرکلی کوي او وايي چې له دې سره به تر ډېره د دوی ستونزې حل شي.