په تېر يو کال کې منځني ختیځ کې جګړې او جوړجاړي،کشالې او پرمختګ په ګډه روان و. د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د کشالو د منفي اغېزو خپرېدو د سیمې د ځواکونو توازن ویجاړ کړی دی. خو د شخړو تر منفي اغېزو لاندې د سيمې هېوادونو يووالی لا پیاوړی کړی او د ګډ پرمختګ لپاره يې ډېرې هڅې کړې چې همدا د دې سيمې خلکو ته نوې هیلې هم راوړې دي.
د فلسطين او اسرائيل ترمنځ روانه شخړه د ۲۰۲۵م کال په اکتوبر کې پای ته ورسېده، خو د اوربند بنسټ يې لاهم کمزوری دی.
دا د پاملرنې وړ خبره ده چې د روان کال په سپتمبر کې پر قطر د اسرائيلو له بريد څخه ښکاري چې د يادې شخړې منفي اغېزې د خليج په امنيتي چارو کې د ګرین زون په توګه قطر ته خپرې شوې، او د سيمې او نړۍ امنيتي جوړښت ته يې زيان رسولی دی. دغه بريد د خليج هېوادونو پر امنيتي تګلارې ژوره اغېزه کړې ده. د سيمې هېوادونه اوس د امنيتي ستراتيژۍ پر تنظيمولو بوخت دي او پر امريکا يو اړخيزه تکيه يې کمه کړې ده. هغوی اوس د څو اړخيزو همکاريو د لټولو لپاره ډېرې هڅې کړې څو امنيتي ستونزې لرې کړي. د بېلګې په توګه سعودي عربستان له پاکستان سره يو ګډ ستراتيژيک دفاعي تړون لاسليک کړی دی. نو که امريکا تل له اسرائيل څخه ملاتړ وکړي او د ځاني ګټو د ساتلو لپاره د منځني ختيځ تګلاره غوره کړي، نو د دې سيمې ستراتيژیک جوړښت به خامخا بيا نوی تنظیم شي.
که څه هم په منځني ختيځ کې کشالې او ګډوډۍ موجودې دي، خو د سولې او پرمختګ د پرمخ بېولو لپاره د سيمې د زياترو هېوادونو هيله لاهم ښکاره ده او هغوی دغه ګډې نظريې لري چې بايد پرمختګ ومومي او بدلونونه راشي. د بېلګې په توګه سعودي عربستان د ۲۰۳۰م کال لرليد په نوم دولتي ستراتيژي ټاکلې چې موخه يې د اقتصاد د څو اړخيز پرمختګ، ټولنيزو اصلاحاتو او د عصريتوب د پرمخ بېولو له لارې پر نفتو له يو اړخيزې تکيې څخه د ځان ژغورلو او له يوه حياتي ځواک څخه د برخمنې ټولنې ابادي ده. دغه پلان د دې ښکارندويي کوي چې د منځني ختيځ هېوادونه په پېچلي جيوپولیټيک چاپېريال کې پرمختګ ته لومړيتوب ورکوي او د داخلي اصلاحاتو له لارې د هېوادونو د دايمي سمسورتیا د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.
چين په منځني ختيځ کې د يادو هېوادونو د جوړجاړي او پرمختګ لپاره د دوی د ستراتيژۍ او تګلارو د دوام څخه ټينګ ملاتړ کوي. چين له هغو ځينو لويو هېوادونو سره توپیر لري چې يوازې د کنترولېدونکي چوکاټ د پراخوالي او بادارۍ په لټه دي، او تل د ګډو ګټو پر بنسټ ګډ بريالیتوب ته د رسېدو لپاره د منځني ختيځ هېوادونو سره رښتينو همکاريو ته لومړيتوب ورکوي او تل د ملګرو ملتونو په نړيوالو سازمانونو کې د دې سيمې د اوربند او د ((دوو هېوادونو لايحې)) له مخې د فلسطين مسئلې د حل و فصل لپاره اواز پورته کړی دی.
د اګست په پای کې د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان د چين په بلنه په تيانجين کې د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمشريزه کې ګډون کړی او لومړی ايراني ولسمشر هم دی چې د چين په ستر رسم ګذشت کې يې برخه اخيستې ده. همدا د چين او ايران ترمنځ د هر اړخيزو ستراتيژیکو همکاريو د اړيکو د پياوړتيا نښه ده. د چين د دولت رئيس شي جین پینګ له مسعود پزشکيان سره د ليدو پر مهال دې ته اشاره کړې چې چين تل له ایران سره اړيکو ته په منځني ختيځ کې د چين د ديپلوماتيکو چارو مهم ځای ورکړی او په دوامداره توګه به د ايران د اټومي مسئلې د حل و فصل او د دې سيمې د دايمي سولې د رامنځته کولو لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه وکړي.
۲۰۲۶م کال به د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له اويايمې کليزې سره برابر وي او په همدې کال کې به د چين او عربي هېوادونو ترمنځ دويمه سرمشريزه هم ترسره شي چې دا به د چين او منځني ختيځ ترمنځ همکاريو ته نوی حیاتي ځواک ورکړي او په دوه اړخيزو اړيکو کې د پاملرنې وړ نښه وګرځي. چين به په دوامداره توګه د ايران په شمول د منځني ختيځ له هېوادونو سره يو ځای د هغې امنيتي او پرمختيايي لارې د لټولو لپاره ګډې هڅې وکړي چې د سيمې له مشخصاتو او د اړوندو خواوو له ګټو سره سمون لري، او دغه راز د دې سیمې د سولې او سمسورتيا لپاره به خپل خدمتونه وکړي.




































