د افغان سوداګرو لسګونه کانټېنره سوداګریز توکي د رېل پټلۍ پر مټ چین ته صادرېږي. د افغان چارواکو په وینا دا به لومړی ځل وي چې د افغان سوداګرو توکي د رېل پټلۍ په مرسته دومره اوږد مزل وهي. د افغانستان او چین ترمنځ د رېل پټلۍ له لارې صادرات په ۲۰۱۶ کال کې پيل شول، خو هغه مهال له ازبکستان سره ترانزیتي سندونه او توافقات نه لرل ددې سبب شول، چې ددغه رېل تګ راتګ بند شي. په بلخ کې د سوداګرۍ او صنایع مشر شیر احمد سپاهي وایي، اوس ستونزې حل شوي دي پخوا به یوازې د چین توکي افغانستان ته راتلل له دې وروسته د افغان سوداګرو سوداګریز توکي هم چین ته صادرېدلی شي. هغه وايي، د افغان سوداګرو له ۳۵ تر ۴۰ کانتېنره توکي صادرولو ته چمتو دي. د تالک او مرمر ډبرې، قالینې او د افغانستان وچه میوه په دغه توکو کې شامل دي. د ده په خبره چې افغانستان به د همدې اورپټلۍ له لارې ډېر ژر اسیا او اروپا ته هم صادرات وکړي. تمه کېږي چې د رېل پټلۍ له لارې د افغانستان د صادراتو په پیلیدو سره به هر کال چین ته صادرات له ۲۰ میلیونو ډالرو څخه ۶۰ میلیونو ډالرو ته لوړ شي.