په کابل کې د امریکا سفارت هم د حمد الله محب پر څرګندونو نیوکې کړې دي. په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې زلمی خلیلزاد ددوی رسمي ديپلومات دی او پر دغه شخص نیوکې د امریکا پر تګلارو او امریکايي حکومت نیوکې دي. خبرپاڼه زیاتوي چې حمد الله محب د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري احضار شوی دی او هغه ته ویل شوي چې امریکا یوازې په افغانستان کې د سولې غوښتونکې ده او موخه یې دا ده، چې دلته روانه جګړه د خبرو پر مټ حل کړل شي. خبرپاڼه زیاتوي امریکا غواړي د افغانانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو زمینه برابره کړي او ښه به وي چې افغان سیاستوال پخپلو څرګندونو کې سرو کرښو ته پام وکړي. ډاکټر عبدالله عبدالله هم تېره ورځ یو ځل بیا پر حمد الله محب نیوکه وکړه او و یې ویل، له وطن سره مینه او احساساتي څرګندونې دوه بېل شیان دي. هغه د محب څرګندونې احساساتي وبللې. محب په امریکا کې په خپلو خبرو کې ویلي وو، چې زلمی خلیلزاد د موقت حکومت د جوړلو په لټه کې دی او غواړي ځان واک ته ورسوي. دې مسئلې د امریکا توند غبرګون له ځان سره درلود.



































