د ایراني چارواکو په وینا د سیستان بلوچستان له ښاره افغانستان ته په روان لېږدیز کال کې ۲۷۸،۳ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي دي. د چارواکو په وینا چې دغه شمېره د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸۵ سلنه لوړوالی ښيي. سرچینه وايي د سیستان بلوچستان ۳۳ سلنه صادرات افغانستان ته کېږي او له دغه هېواد سره د ایران د سوداګریزو اړیکو د ښه والي په مانا ده. ایران تر ډېره افغانستان ته خوراکي توکي، سمټ، الکترونیکي وسایل، د کور ځينې توکي او اغوستنتوکي صادروي. ایراني چارواکو ویلي، دوی غواړي له افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې نورې هم پراخې کړي.