د راپورونو له مخې افغان ځواکونو تېره شپه د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې چاڼيز عملیات ترسره کړي دي. په دغه عملیاتو کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتي ده. راپورونه وایي چې عملیات د خوګیاڼو ولسوالۍ په نکرخېلو کلي کې ترسره شوي دي. ځايي اوسېدونکي وایي چې په دې پېښه کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي. حکومتي سرچینې هم دغه عملیات تاییدوي خو دا چې ملکي وګړو ته دې مرګ ژوبله پکې اوښتې وي په اړه یې حه نه وايي.



































