د مارچ اتمه د ښځو نړیوالې ورځې په نوم نومول شوې او دغه ورځ هر کال د نړۍ په زیاترو هېوادونو کې نمانځل کېږي. د نورو هېوادونو په شان هر کال په افغانستان کې هم دغه ورځ، په ځانګړې توګه په دولتي ادارو کې د چارواکو له لوري او د ښځو د ملاتړ په نوم د مختلفو بنسټونو له لوري، ښه ګرمه نمانځل کېږي.
سږ کال هم د ښځو نړیواله ورځ په افغانستان کې داسې مهال ونمانځل شوه، چې د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما د کلني راپور پر بنسټ، یوازې په ۲۰۱۸ ز کال کې ۱۱۵۲ ملکي ښځو ته د جګړې له امله مرګژوبله اوښتې وه. پر جګړه سربېره بېوزلي، اعتیاد، بېسوادي، بشري تاوتریخوالی او دې ورته ډېر نور هغه موارد دي، چې په افغانستان کې یې د ښځو ژوند له ډېرو ستونزو سره مخ کړی دی.
په افغانستان کې د ښځو د ملاتړ په نوم بېلابېل بنسټونه فعال دي، خو ډېری یې د پروژو تر کچې دي او په یوه محدوده دایره کې فعالیت کوي. په بل اړخ کې بيا د افغانستان په ډېری کلیو او بانډو کې ښځې لا هم په سخت وضعیت کې ژوند کوي او د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بېبرخې دي.
دلته مو په افغانستان کې دښځو د وضعیت پر رښتیني انځور، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي او د دغه تاوترخوالي پر لاملونو بحث کړی دی.
د افغان دولت په جوړښت کې د ښځو ونډه
د افغانستان د احصایې مرکزي ادارې د ټولنیزو او ډیموګرافیکي احصایو د ریاست د معلوماتو له مخې، په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د افغانستان نفوس ۲۹.۷ میلیونه تنه و، چې له دې ډلې ۱۴.۵ میلیونه یې ښځینه او پاتې نور یې نارینه دي.
له ۲۰۰۱ ز کال وروسته د نوي نظام په رامنځته کېدو سره، د ښځو د وضعیت د ښه والي په موخه هڅې وشوې. د نوي نظام په رامنځته کېدو سره د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شول او په دولتي ادارو کې یې د جذب پروسه ورځ تر بلې زیاته شوه.
د پوهني وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د ښوونځیو د زده کوونکو شمېر نهه میلیونه او ۳۸۹ زره کسانو ته رسېده، چې له دې ډلې شاوخوا درې میلیونه او ۵۶۴ زره یې نجونې وې. دغه راز د احصایې مرکزي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، په ۱۳۹۶ لمریز کال کې په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونو کې ۳۶۹۳۱۷ کسانو زده کړې کولې، چې له دې ډلې یې ۹۱۸۲۶ ښځینه وې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال په امریکا متحده ایالتونو، تاجکستان، سویس او ناروې هېوادونو کې د افغان دولت د سفارتونو په رأس کې ښځې دي. همدارنګه د افغان دولت په اوسنۍ کابینه کې هم درې وزارتونه د ښځو له لوري رهبري کېږي او لس نورې ښځې په بېلابېلو وزارتونو کې معینانې دي. تازه د ټاکنو د دواړو کمېسیونونو ریاستونه هم دوو ښځو ته سپارل شوي دي. د افغانستان د پارلمان په شپاړسمه تقنینې دوره کې هم د ښځو ونډه حتی د سیمې او نړۍ د ځینو پرمختللو هېوادونو (فرانسې، هند، روسیې، جاپان او پاکستان) په پرتله زیاته وه. پر دې ټولو سربېره، په اوسني نظام کې د افغان دولت په ټولو ملکي او نظامي ادارو کې ډېرې ښځې پر دندو بوختې دي.
د افغان ښځو وضعیت
افغانستان هغه سنتي او مذهبي ټولنه ده، چې لا هم د دغه هېواد په ډېری سیمو کې د ښځو له لوري د میراث غوښتل یو ستر عیب ګڼل کېږي. له همدې یوې بېلګې ډېر واضح ښکاري، چې په افغاني ټولنه کې د بېسوادۍ او کمسوادۍ له کبله د افغانستان د نفوس یوه لویه برخه له خپلو طبیعي او اسلامي حقونو څخه محرومه ساتل شوې ده.
په تېرو ۱۸ کلونو کې د ښځو د وضعیت د ښهوالي لپاره د افغان دولت په چوکاټ کې د ښځو چارو وزارت په نوم، یو ځانګړی وزارت رامنځته شو. د ښځو د ملاتړ په نوم لسګونه ټولنې فعالې شوې، نړیوالې ټولنې هم د ښځو د وضعیت د ښه والي په نوم په میلیونونو ډالر مصرف کړل. دغهراز له ښځو د ملاتړ او د دوی د بشري حقونو په نوم ځینې قوانین هم تصویب شول؛ خو له دې ټولو سره سره، لا هم په افغانستان کې ښځې له سختو ستونزو او تاتریخوالي سره لاس او ګرېوان دي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۱۳۲ پېښې ثبت شوې وې. په دغه کال کې د فرخندې زړه بوږنوونکې پېښه وشوه، چې د ارګ په څو کیلومترۍ کې د قران کريم د بېحرمتۍ په تور د لسګونو کسانو لهخوا په عام محضر کې ووهل شوه او د زياتو وهلو له کبله ووژل شوه، بيا موټر پرې وخېژول شو او بيا وسوځول شوه. په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۵۷۵ پېښې ثبت شوې وې؛ خو دغه کچه په ۱۳۹۶ لمریز کال کې راکمه شوې وه او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۳۴۰ پېښې ثبت شوې وې. دا ټولې هغه پېښې دي، چې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو په ځانګړې توګه په ښارونو کې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې د افغانستان نږدې نیمه خاوره د وسلهوالو مخالفینو تر کنټرول لاندې ده او په دغو سیمو کې د ښځو د وضعیت په اړه معلومات نشته.
د ښځو د ملاتړ په نوم چې کوم لګښتونه کېږي، ډېری یې په ښارونو پورې محدود دي، په داسې حال کې چې د افغانستان ۲۱.۱ میلیونه وګړي کلیوالي خلک دي. په روانو حالاتو کې په ښارونو کې ځینې ښځې د “ډیموکراسۍ” او “بیان ازادۍ” په نوم ورځ تر بلې له خپلو دیني او ملي ارزښتونو څخه فاصله اخلي او په دې برخه کې د افراط قرباني شوې ښکاري. ښځې د ښارونو دننه د “ډیموکراسۍ” او “بیان آزادۍ” تر سیوري لاندې په بېلابېلو ډولونو د جنسي ځورونو او بشري تاوتریخوالو سره مخ دي. پیک څېړنیز مرکز، د یوې څېړنې په پایله کې ویلي چې د افغانستان په نظامي بنسټونو کې له هرو پنځو ښځو څلور یې د خپلو همکارانو له لوري له جنسي ځورونې سره مخ دي.
له ښاره لرې په کلیوالو سیمو کې ښځې بیا تر ډېره له خپلو بشري او اسلامي حقونو څخه بېبرخې دي. په بدو کې د ښځو ورکړه، په کم عمر ودونه، کورنی تاوتريخوالی، له زدهکړو لرېوالی، روغتیایي اسانتیاوو ته نه لاسرسی، د کور دننه او بهر د سختو او درنو کارونو ترسره کول او دېته ورته ډېر نور هغه موارد دي، چې په ډېری کلیوالو سیمو کې ښځې ورسره مخامخ دي او د دوی پر ژوند یې منفي اغېز کړی دی.
پایله
په افغانستان کې له څلورو لسیزو راهیسې روانې جګړې د نورو افغانانو په شان د ښځو پر ژوند او وضعیت هم خورا منفي اغېز کړی دی؛ جګړې لسګونه زره ښځې کونډې او بورې کړې، خپل کورونه او هستۍ یې ترې واخیستې، د خپل ځان او بچو لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره یې خیرات غوښتلو او سختو کارونو ته مجبوره کړې دي.
پر دې سربېره، د افغانستان په جګړه ځپلې ټولنه کې، ښځو ته د اسلام په سپېڅلي دین کې له ورکړل شوو حقونو څخه ناخبري، جهالت او ناپوهي، پر ټولنه د پردیو فرهنګونو اغېزې، فساد، قانون ته نه درناوی او دېته ورته نور هغه څه دي، چې په افغانستان کې یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې کړې دي.
په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره اړتیا ده، چې د ښځو د ملاتړ په نوم د نړیوالې ټولنې او افغان دولت له لوري میلیونه ځانګړې شوې پیسې په رښتینې توګه د ښځو د وضعیت د ښهوالي لپاره ولګول شي، نه دا چې یوازې په ښارونو کې د شعاري غونډو او ځینو بېګټو پروژو پر تطبیق ولګول شي. اړتیا ده چې د ښځو د ملاتړ لپاره په خپله ټولنه کې د ښځو د بشري او اسلامي حقونو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړل شي، له ښځو سره د تاوتریخوالي لاملین محاکمه شي او د هېواد په لرې پرتو سیمو کې ښځو ته لومړنیو بشري اسانتیاوو ته د لاسرسي زمینه برابره شي.