د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د هغه برنامې پر بنسټ چې له وچکالۍ څخه زیانمنو او اړمنو مالدارانو سره د مرستو په پار یې لري، دا ځل د کندهار ولایت پر اړمنو مالدارانو او کوچیانو د څارویو د ۱۰۰۰ ټنه خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل کړې ده.
د څارویو دغه زر ټنه خوراکي توکي، د کندهار د کرنې ریاست له خوا د دغه ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې پر هغو اړمنو مالدارانو او کوچیانو وېشل کېږي، چې اقتصادي وضعیت یي خراب او د خپلو مالونو د تغذیي لپاره خوراکي توکو ته اړتیا لري.
کندهار د هغو ولایتونو له ډلې څخه دی، چې ډېر څړځایونه لري، خو د وچکالۍ له امله اوس دغه څړځایونه په ښه وضعیت کې نه دي.