د ټاکنیزو کمېسیونو نوو غړو کار پیل کړی دی، خو نه یې د کوم ولایت د تېرو ټاکنو پایلې اعلان کړې او نه یې هم د ولسمشریزو ټاکنو په برخه کې کوم پرمختګ کړی دی. وړمه ورځ د ټاکنو کمېسیون یوه غړي وویل، چې ولسمشریزې ټاکنې پر اعلان شوې نېټه نه کېږي او ځنډېږي. وروسته بیا وویل شول چې په دې اړه د کمېشنرانو ترمنځ اختلاف دی. دوی لا نوی کار پیل کړی، خو نه ښه پیل لري او نه هم پر چارو توافق او ګډ نظر. د کمېسیون یو ویاند بیا پرون ویلي، چې دوی به ژر د ولسمشریزو ټاکنو لپاره مهالوېش اعلان کړي.
حکومت ټینګار کوي چې ولسمشریزې ټاکنې به کېږي. که څه هم ټاکنې ځنډېدلې او ځنډېږي، خو حکومت بیا بیا دا خبره کوي چې ټاکنې به حتمي کېږي. حکومتي چارواکي په ظاهره د اساسي قانون د عملي کولو خبره کوي، خو ټول پوهېږي چې دوی له سولې وېرېږي او فکر کوي چې دوی بیا ټاکنې ګټي، خو که سوله وشي، نو دوی واک نه شي غځولی. له همدې امله واکمن چارواکي غوره ګڼي، چې د سولې پر ځای ټاکنې وشي. که څه هم دوی وايي چې سوله او ټاکنې دواړه کېدای شي او دوی دواړه غواړي، خو ټول پوهېږي چې که ټاکنې کېږي، نو دا د سولې پر وړاندې یو خنډ جوړوي. د حکومت سیاسي مخالفین هم ځینې پر ټاکنو ټینګار کوي، خو ځینې یې بیا وايي چې زموږ لپاره سوله لومړیتوب لري او پکار ده چې ټول تمرکز پر سوله وي.
خلک بیا غوره ګڼي چې ټاکنې ونه شي او سولې ته کار وشي. خلک په دوو دلایلو د دغه کار غوښتنه کوي. لومړی دا چې سوله افغانانو ته لومړیتوب دی او د دې لپاره ډېرې قربانۍ ته تیار دي. خلکو ته ټاکنې او اساسي قانون مهم دی، خو که سوله راځي او اساسي قانون تر پښو لاندې کېږي او یا هم ټاکنې نه کېږې، نو خلک ستونزه نه لري او د سولې ملاتړ کوي. خلک پر دې هم پوهېږي چې ټاکنې سولې ته خنډ جوړوي، ځکه نوی ولسمشر به ځان پنځه کاله قانوني ګڼي او حاضر به نه وي چې د سولې لپاره واک ووېشي او یا هم له خپلې څوکۍ تېر شي. دویم لامل دا دی چې خلک له ټاکنو ستړي دي. زموږ ټولې ټاکنې له فساد، درغلۍ او ستونزو ډکې وې. د ۲۰۱۴ ز کال ټاکنو خلک لا زړه توري کړل او څو میاشتې وړاندې چې د ولسي جرګې ټاکنې وشوې، نو خلک د ټاکنو په اړه لا زیات بدبینه شول. خلک پر دې هم پوهېږي چې په افغانستان کې ټاکنې مسخره دي، ځکه له یوه اړخه نیم افغانستان له طالبانو سره دی او له بله اړخه په نیم افغانستان کې ټاکنې د حکومت، زورواکو، مفسدینو او درغلګرو په خوښه کېږي او پایله یې هم د هغوی په ګټه وي. له همدې امله خلک نه غواړي په داسې ټاکنو کې برخه واخلي.
ټاکنې اوس په یوه بې خونده سندره بدلې شوې، چې خلک یې اورېدو ته تیار نه دي. دا د دې مانا هم نه لري چې خلک یو مخ له ټاکنو سره وران دي. خلکو ته سوله لومړیتوب دی او له سولې وروسته ټاکنې اصلي مانا هم پیدا کوي. هغه وخت بیا موږ ازادې، خپلواکې او سراسري ټاکنې هم کولی شو، نو ځکه خلک غوره ګڼي چې ټاکنې ونه شي او تمرکز پر سوله وي.




































