ايران او امريکا د فبرورۍ په ۴مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې د خبرو مرکچي پلاوي به یې د همدې میاشتې په ۶مې نېټې د عمان په پلازمېنې مسقط کې پر ذروي مسئلې خبرې وکړي.
دغه خبرې به په داسې حال کې ترسره شي، چې امريکا په ورستيو کې ایران ته پوځي ګواښونه کړي او د نړۍ پاملرنه يې راجلب کړې ده.
ايران او امريکا مخکې د اټومي خبرو د ځای په اړه هوکړې ته نه وو رسیدلي او وروسته پر عمان سره سلا شول، خو څنګه؟
دواړه هېوادونه د نظريو پراخ توپيرونه لري، ايا خبرې به یې پايله ورکړي؟ د نړۍ او منځني ختیځ پر حالاتو به څه اغېزه ولري؟
ولې یې عمان انتخاب کړ؟
د ايران بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي د فبرورۍ په ۴مې نېټې پر ټولنيزو رسنيو وويل، چې هېواد به یې له امریکا سره اټومي مذاکرات د همدې میاشتې په ۶مې نېټې د عمان په پلازمېنې مسقط کې ترسره کړي او ورپسې د سپینې ماڼۍ يوه چارواکي خبري رسنيو ته دغه خبر تائید کړ.
امريکا هيله درلوده، چې له ايران سره د ترکيې په استانبول کې خبرې وکړي، خو ايران بیا د خبرو لپاره عمان غوره کړی و.
د امريکا خبري رسنيو د فبرورۍ په ۴مې نېټې خبر ورکړی، چې واشنګټن د تهران ياده غوښتنه رد کړې، خو وروسته يې بیا د دغه هېواد د يوه چارواکي په قول وويل، چې د منځني ختيځ د ۹هېوادونو په منځګړيتوب يې له ايران سره موافقه کړې، چې په عمان کې به ورسره خبرې وکړي.
د عمان سياسي شنونکی هارلان توکي پر دې اند دی، چې عمان د ایران لپاره تر ټولو باوري منځګړی دی او د خبرو لپاره ارام چاپېريال ورته برابرولی شي.
ايران او امريکا تراوسه نه دي ويلي، چې دغه خبرې به څنګه او پر کومې لارې ترسره کوي؟
د ايران خبري رسنيو د فبرورۍ په ۴مې نېټې ويلي، چې د عباس عراقچي په مشرۍ ایرانی پلاوی به د روانې میاشتې په ۶مې نېټې په مسقط کې له امريکايي پلاوي سره، چې مشري يې د ډونالډ ټرمپ د ځانګړي استازي ويتکوف پرغاړه ده، د اټومي مئسلې د حل په اړه خبرې وکړي.
دوی پر کومو موضوعاتو مختلفې نظريې لري؟
ايران او امريکا د خبرو اترو پر ځای موافقه کړې، خو د خبرو د موضوعاتو په هکله يې د نظريو توپيرونه لا هم پر ځای پاتې دي.
ایران او امريکا مختلفې نظریې لري. تهران پر دې ټينګار کوي، چې خبرې اترې باید د اټومې مسئلې په چوکاټ کې ترسره شي، خو د امريکا بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو بیا پر دې ټينګار لري، چې د ايران د بالستيک توغنديو پر پلان هم بايد خبرې وشي.
امريکا له ايران څخه درې غوښتنې لري: ۱. ایران باید د يورانيومو له غني کولو څخه پوره لاس واخلي. ۲. ایران باید د بالستيک توغنديو د ويشتلو واټن محدود کړي. ۳. ایران باید په سیمه کې نیابتي ډلې منحل کړي.
روبيو د فبرورۍ په څلورمې نېټې رسنيو ته ويلي، چې د امريکا او ایران ترمنځ په خبرو کې به د ذروي پلان، د بالستيک توغنديو د واټن کمولو او له سيمه يېزو تروريستي ډلو څخه د ملاتړ په شمول ځينې محتويات شامل وي او که پر دغو موضوعاتو خبرې ونه شي، نو بیا دغه خبرې اهميت نه لري.
ايران د امريکا د غوښتنو په غبرګون کې ويلي، چې هېواد يې د اټومي وسلو د جوړولو په لټه نه دی، خو دا حق لري، چې په سوله يېز ډول ذروي انرژي وکاروي. د بالستيک توغنديو د واټن کمول د ايران په ملي دفاع پسې تړلی دی، نو پر دې هیڅ خبرې نه شي کېدای.
عراقچي په وروستيو کې پر ياد موقف بيا ټينګار کړی دی. د ايران يوه بل چارواکي خبري رسنيو ته ويلي، د ايران د توغنديو پلان به د خبرو پر مېز هيڅ ياد نه شي او که امريکا له ذروي مسئلې پرته نور موضوعات وړاندې کړي، نو خبرې به زيانمنې کړي.
د ايران خبري رسنيو بیا ويلي، چې د دغه هېواد او امريکا ترمنځ خبرې به پر ذروي مسئلې او د امريکا د بنديزونو پر لرې کولو ورټولې وي. امريکې تراوسه د دغو خبرو اترو د موضوعاتو د چوکاټ په اړه هیڅ نه دي ويلي.
د خبرو نتيجه به پر حالاتو څه اغېزه ولري؟
امريکا په وروستيو کې ایران ته پر له پسې پوځي ګواښونه کړي او د دغه هېواد شاوخوا ته يې نظامي ځواکونه لېږلي دي. واشنګټن له تهرانه غوښتي، چې ډېر ژر خبرو ته اماده شي او تړون ورسره لاسليک کړي.
ایران بیا د امريکې د ګواښونو په مقابل کې ويلي، که برید پرې وشي، نو له سخت غبرګون سره به مخ شي. ممکن د ایران د برید هدفونه په منځني ختیځ کې د امريکا پوځي اډې وي.
ايران او امريکې تېر کال د عمان په منځګړيتوب پنځه ځلې خبرې وکړې، خو پایلې يې نه لرلې. اسرائيل د همدې کال په جون کې پر ايران ناڅاپي بریدونه وکړل او ورسره امريکا هم د جګړې ډګر ته راغله او د ایران مهم ذروي تاسيسات یې په نښه کړل، چې له امله یې د دواړو خواوو خبرې وځنډېدې.
اوس د ټرمپ حکومت بیا پر ايران فشار اچولی، چې خبرو ته غاړه کېږدي او تړون ورسره لاسلیک کړي.
شنونکي وايي، که د ایران او امريکا ترمنځ خبرې د تېر کال په شان په رکود کې پاتې شي، نو امريکا ممکن بیا له زوره کار واخلي، خو د سيمې ترينګلتيا به ورسره سخته شي.



































