ایران او امریکا د فبرورۍ په ۶مې نېټې د عمان په پلازمېنه مسقط کې غیر مستقیم مذاکرات وکړل. که څه هم وروسته دواړو خواوو د خبرو د دوام لپاره نيت ښودلی، خو واشنګټن لا هم پر ایران پوځي فشارونه اچوي او پر دغه هېواد یې نور زیات اقتصادي بندیزونه ولګول. ایران د واشنګټن پروړاندې خپل نظامي توان تقویه کړی دی. دواړه لوري د ایران د ذروي پرګرام او پر ایران د واشنګټن د بندیزونو په شمول ځینو کلیدي موضوعاتو کې زيات سخت توپيرونه لري چې ليرې کول يې ډېر ستونزمن کار دی. په منځني ختیځ کې د ”جګړې د خطر زنګ“ لا نه دی ختم شوی.
د ایران د مرکچي پلاوي مشري د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي کوي او امریکايي پلاوی بیا د ټرمپ د ځانګړي استازي ستیف ویتکوف او زوم جاورد کوشنر تر مشرۍ لاندې دی او د امريکايي پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان براد کوپر هم د ياد پلاوي د يو غړي په حيث په مذاکراتو کې ګډون کړی و. د دواړو خواوو مخامخ خبرې نه دي کړې، خو د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدرالبوسعیدي د منځګړي په توګه د دواړو پلاویو نظرونه یو بل ته رسولي دي.
دواړو خواوو د خبرو هېڅ پرمختګ نه دی افشا کړی. د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر ویلي، هم امریکا او هم ایران به د مذاکراتو نتیجې په خپلو هېوادونو کې په دقت سره بررسي کړي.
شنونکي او رسنۍ دا نظر لري چې امریکا او ایران په ډېرو مهمو مسائلو کې څرګند اختلافات لري او د مذاکراتو پام وړ پرمختګ اسانه کار نه بولي.
په دې مذاکراتو کې له ایران څخه د امریکا دا غوښتنې وې: ذروي وسلې بايد نه جوړوي، یورانیوم بايد نه غني کوي او غني شویو یورانیومو ته بايد لاسرسی نه لري، د بالیستیک توغندۍ ويشتونکی واټن بايد محدودوي او په سیمه کې بايد د امریکا په اصطلاح له ”نیابتي ډلو“ ملاتړ نه کوي.
ایران هم په مقابل کې په ډاګه کړې چې هېواد يې د ذروي وسلو په لټون نه دی، خو هېڅوک د ذروي انرژۍ په سوله ییزې کارونې کې د ايران حق نشي محرومولای.
ایران تل ټينګار درلود چې دغه خبرې اترې دې یوازې د ذروي مسئلې په اړه تر سره شي او ورباندې د امریکا بندیزونه دې ليرې شي. دغه راز ايران د خبرو اترو په اجنډا کې د باليستيک توغنديو او سيمه ييزو چارو له شاملېډو څخه هم مخالفت کړی دی.
شنونکي وايي، ایران په دې باور دی چې د ذروي انرژۍ د سوله ییزې کارونې حق يې په حاکمیت او ملي عزت پسې دی.
ايران پر اسرائیل او په سیمه کې پر امریکايي پوځي اډو د بريد وړتيا د خپل هېواد د ستراتيژيک خوندیتوب بنسټ او له سیمه ییزو قدرتونو سره ارتباط د خپلې سیمه ییزې اغېزې د پراختیا وسیله بولي، نو ایران ممکن په دغو موضوعاتو کې سازش و نه کړي.
عامه افکار په ټول کې په دې اند دي چې دغه مذاکرات يوازې د امریکا او ایران ترمنځ د تاکتيکي نرموالي څرګندويي کوي، نه ستراتيژيک بدلون.
د عمان د خبریالانو ټولنې رئیس محمد علامي ویلي، امریکا او ایران په دې موقع کې مذاکرات بیا پیل کړي، عمده لامل یې دا دی چې متقابل پوځي ګواښ یې خورا خطرناک ښکاري
له دغو مذاکراتو وړاندې، واشنګټن په منځني ختیځ کې ابراهم لینکن الوتکې وړونکې بېړۍ ځای پر ځای کړې او ډېرې جنګي الوتکې یې سیمې ته لیږلې دي. د ایران د اسلامي انقلاب ګارډ د روانې میاشتې په څلورمه نېټه تر ځمکې لاندې د توغندیو یو تاسیسات او د خرم شهر-۴ نمبر بالیستیک توغندي مخ کتنه وکړه.
شنونکو ویلي، ایران غواړي د خپل نظامي توان په ښودلو سره د امریکا د نظامي عملیاتو مخنیوی وکړي. امریکا غواړي د فشارونو اچولو له لارې ایران سازش ته اړ کړي. برسیره پر دې، په منځني ختیځ کې د امریکا ملګري هم نه غواړي دغه سیمه په هراړخیزه جګړه کې ښکیله وي، نو دوی غوښتنه کوي چې امريکا پر ایران پوځي برید و نه کړي.
خو د مذاکراتو د نتیجې له مخې، واشنګټن پر تهران فشارونه نه دي کم کړي، بلکې نوي بندیزونه يې اعلان کړي دي.
د عمان د خبریالانو ټولنې رئیس محمد علامي ویلي، د امریکا او ایران اوسني مذاکرات ژور اختلافات نشي ليرې کولای. که د ایران په ذروي توان، امریکايي بنديزونو او د سیمې امنیتي چوکاټ کې د دواړو خواوو کلیدي اختلافات لا هم موجود وي، نو د دواړو خواوو تاوتريخوالی به ختم نشي او د جګړې سيوری لا هم پاتې وي.



































