د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، په سترو سوداګریزو لارو او بندرونو کې د سوداګریزو چارو په وړاندې لا هم سترې ستونزې موجودې دي. د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي اندېښنه ښودلې او وايي، په چابهار بندر او د لاجوردو په صادراتي لاره کې تخنیکي ستونزې شته چې د سوداګریزو چارو پر وړاندې خنډ ګرځېدلې دي. د نوموړي په خبره، په دغو لارو کې لا هم سکنرونه او داسې نور سېستمونه او وسایل فعال شوي نه دي. هغه زیاتوي چې له افغانستان له دې لارو نورو هېوادونو ته په صادراتي توکو زیات لګښت هم راځي. الکوزی دا هم وایي چې دغه ستونزې یې په ځلونو له حکومت سره شریکې کړې، خو حکومت په دې اړه جدي پام نه دی کړی.