په پکتيا ولايت کې د جلغوزو او چهارمغزو د نږدې ٢،٢ ميليونه نيالګيو اېښودو چارې پيل شوې چې د درېيو کلونو په موده کې به بشپړ شي. د پکتيا والي شميم خان کټوازي د يادو مراسمو په پيل کې وويل چې ياده طرحه د ولايتي ادارې له خوا د پکتيا د ځنګلونو لپاره جوړه شوې وه چې د جمهوري رياست له منظورۍ وروسته اوس پر پکتيا سربېره په پکتيکا او خوست ولايتونو کې هم تطبيقېږي. کټوازي وويل چې د دغو نيالګيو له پاللو او حاصل ته له رسېدو وروسته يې دولت او بزګرانو ته ميليونونه ډالر مستقيم او غير مستقيمه ګټه رسېږي. نوموړی د ځنګلونو پر ساتنه ټينګار کوي او وايي، ده ټولو ولسوالانو ته ويلي، څوک چې ځنګل وهي هغسې چلند به ورسره کوي، لکه د هېواد له يو دښمن سره. دغه راز د پکتيا د کرنې زیاست وایي چې دا پروژه د پکتيا په پنځو ولسواليو کې د بزګرانو او قوريه لرونکو په مټ پلې کېږي او تخنيکي برخه او څارنه يې د ياد رياست پر غاړه ده.