د افغانستان د درملیزو او ګټورو بوټو کاروباریان وايي، حکومت دغه مهمې برخې ته پاملرنه نه کوي، چې له امله یې هېواد ته میلیونونه ډالر زیان اوړي. د افغانستان د عطارانو د شرکت مشر فضل احمد وايي، په افغانستان کې سلګونه ډوله ګټور بوټي پیدا کېږي خو د حکومت د بې پامۍ او بې پروایۍ له امله د نورو هېوادونو په نامه یا په کمه بیه په نړیوالو بازارونو کې پلورل کېږي. دده په خبره په افغانستان کې ۱۴۰۰ ډوله درملیز بوټي پيدا کېږي او دغه برخه د حکومت ځانګړي پاملرنې ته اړتیا لري.