د فاریاب سیمه ییز مسوولین ادعا کوي چې طالبان د شاوخوا ۴۰ زرو کورونو د برېښنا لګښت له ترلاسه کولو سربېره هڅه کوي د ګواښلو له لارې د دولت تر ولکې لاندې سیمو د برېښنا ګډونوالو لګښت هم تر لاسه کړي. د اندخوی په څلورو ولسوالیو کې د برېښنا شرکت مشر غلام سخي وکیل زاده وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د برېښنا نږدې ۲۲ زره ګډونوال شته، خو د څه باندې ۹۵۰۰ کورنیو د برېښنا لګښت د طالبانو له لوري اخیستل کېږي. هغه ادعا وکړه چې طالبانو څه موده وړاندې د ګواښ له لارې له برېښنا شرکت څخه غوښتنه وکړه څو د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې هم د برېښنا لګښت هغوی ته ورکړل شي. خو د فاریاب د اندخوی څلورو ولسوالیو د مدني بنسټ شبکې مسوول زلمي عزیزي وویل چې په هره دوره کې د برېښنا شرکت رسمي بېلونه طالبانو ته ورکول کېږي او دا ډله د یادو بېلونو پر بنسټ د برېښنا لګښت ترلاسه کوي. وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.