د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» له لارې، په پکتیکا کې د ۶۵۰ جریبه مېوه لرونکو بڼونو د جوړولو کمپاین پیل کړی دی.
دغه کمپاین چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې له خوا پیل شوی دی، په ترڅ کې به یې د دغه ولایت په مرکز ښرنه، جانیخیل او خیرکوټ ولسوالیو کې ۶۵۰جریبه نوي مېوه لرونکي بڼونه جوړ شي.
د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامه «NHLP» پر دې سربېره، چې کروندګرو ته به تصديق شوي نيالګي ورکړي، له هغوی سره د باغونو په نقشه اچولو، د اوبولګولو د سيسټم په جوړولو او د بڼوالۍ د مديريت اړوند ځينو نورو برخو کې هم تخنيکي او فني مرستې وکړي.
د یاد ولایت کروندګر د کرنې وزارت له دغه اقدام هرکلی کوی او وايي چې له دې سره به یې شته ستونزې راکمې او د مېوو صادرات به یې ډېر شي.