د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سیلابونو د راوتو له امله ۳۵ کسان وژل شوي دي. پېښو ته د رسېدګۍ د ادارې ویاند حشمت بهادري وایي، له وړمې ورځې راهیسې ۱۲ کسه په فاریاب او ۱۰ کسه نور یوازې په هرات کې وژل شوي دي. دده په خبره ددې احتمال شته چې د وژل شوو کسانو شمېر تر دې هم ډېر شي. بهادري همدا راز وایي، چې سیلابونو تر درې زره پورې کورونه وېجاړ کړي هم دي. ویل کېږي چې لس کسه نور د سیلابونو له امله لادرکه شوي هم دي.