رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو د رېل پټلۍ له لارې له روسیې او بلاروس څخه د سون توکو واردات زیات کړي دي. په راپور د سوداګرو له قوله ویل شوي، چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د دغو هېوادونو د سون توکو واردات شاوخوا ۵۰ سلنه لوړ شوي دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې، د جنوري، فبروري او مارچ میاشتو په ترڅ کې دغو هېوادونو ته د سون توکو عرضه ۳،۳۴۷ میلیون متریک ټنو ته رسېدلې ده. راپور زیاتوي، له هغه وخته چې اروپايي ټولنې د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ کې د روسیې پر نفتي محصولاتو بندیزونه ولګول، افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه د روسیې د سون توکو له مهمو بازارونو څخه ګرځېدلي دي.




































