د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له افغانستان سره د خبرو لپاره یې ټولې لارې پرانیستې دي او دا مهال په چین کې د تېرې اونۍ ترسره شویو مذاکراتو د تعقیبي موضوعاتو پر عملي کولو کار روان دی. د یاد وزارت ویاند، طاهر اندرابي، له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې امنیت لا هم د اسلاماباد لپاره په دغو خبرو کې اساسي موضوع ده. هغه ټینګار کړی چې افغان حکومت باید په دې برخه کې لیکلی ضمانت وړاندې کړي.




































